ایکنا د The Peninsula Qatar له قوله راپور راکړ، دغه لمانځئ یا سجاده په نړۍ کې د لومړنئ سمارټ لمانځئ په توګه پيژندل شوي چې موخه ئې تازه مسلمان شوو او ماشومانو ته د لمانځه د اداکولو روزنه ده.
له ماډرن ټيکنالوجۍ څخه جوړې شوي لمانځئ څخه د ورځې دلمانځونو او دغه راز د مستحبي لمانځونو د روزنې لپاره استفاده کیږي.
دغه لمانځئ یا سجاده د هغه څه د وړاندې کولو لپاره چې لمونځ ګوزار ئې باید د لمانځه په هر رکعت کې ولولي ، له متن او غږ څخه د خپلو داخلي لاؤډسپيکرو او د LED سکرین له لارې استفاده کوي.
سجاده یا لمانځئ همداراز په ککړو ماشومانو د اړتیاؤ د ځواب وئيلو لپاره د یولړ تعامل لرونکو پر ځانګړو امکاناتو سربیره،د زانګون او وَژو د درد لرونکو کسانو لپاره د ماساژآله او دمختلفو ژبو درې ټاکنې هم لري.
دغه نوښت پّ تیره بیا داسلامی روزنو راتلونکي لپاره یو وارمخګې ګام دی.ځکه نوو مسلمان شوو کسانو ته او ماشومانو ته د لمانځه داصولو د ښودلو لپاره یو ماډرن او آسان کړچار دی.
خامس د خپلې دغې سجادې یا لمانځئ په خاطر درې جایزې ترلاسه کړي دی چې په هغو کې ترټولو وروستۍ د ملایشیا د ITEX 2023 نندارتون د څلوردیشم پړاؤ جایزه ده چې د مئ په ۱۲ ااو ۱۳ نیټه ترسره شوه . دغه نندارتون په کال کې د نوو اختراعاتو د تجارتي کونې او د بریالیو ایجادونکو ته د جایزو د ورکولو لپاره زرګونه لیدونکي ځان ته جلبوي.